او بالاخره یې ټول ونیولو


June 20, 2020

بار بار مې وویل چې فاصله وساتئ، قرنطین عملي کړئ، بې ضرورته بېرون مه ځئ او د بېرون تګ مسئول یو کس وټاکئ. دا خبرې ما له ځانه نه کولې. دلته مې لیدل چې ګټه یې کړې، ځکه مې درته ویل.
د اختر په شپې مې عذر وکړ چې مه سره ټولېږئ.
تر اوسه لا کرونا ختمه نه ده، داکترانو ته لمانځغونډې مه نیسئ ځکه خلک په کې راټولېږي.
کابل نیوز تلویزیون سره مې برنامه مې دا هم غږ کړی و چې حتی خیریه ټولنې باید سره همغږي وکړي او په دې شکل کار وکړي چې زیات خلک بېرون پاتې نه شي.
دا هم جوته وه بې وخته او بې پروګرامه دواپاشئ د جوړو کسانو د اخته کېدو سبب هم کېدای شي
ډېرو دا خبرې بابیزه وګڼلې، ډېرو وخندل، حتی ځینو داکتر صاحبانو به راته ویل چې نیوزیلند مونږ سره مه مقایسه کوه، خپله کوه خپله به کوو. خو اوس دا دی ګورئ چې ټول یې نیولي. ما ته روزانه د هغو ملګرو او دوستانو مسجونه راځي چې اوس په کورونا اخته دي یا ترې ښه شوي.
دا خبرې په دې خاطر نه لیکم چې په تاسو احسان واړوم یا له تاسو قدر وغواړم، دا ځکه درته لیکم چې دغه اوسنۍ لیکنه مې بابیزه او هوايي ونه ګڼئ. اوس چې تقریبا هر کور په کورونا اخته دی، الله تعالی ته له زاریو سره سره، لاندې موارد په پام کې ونیسئ:
– کورونا ټول نه وژني، یواځې سلو کې تر ۵ کسانو هغه وژني چې له مخکې مریضان وي یا یې عمرونه ډېر وي. د زیات عمر خلکو سره خپل تماس بېخي کم یا قطع کړئ
– د کورونا نښې دا دي: تبه، ټوخی، ستړیا، بې اشتهايي، نفس تنګي، د عضلاتو دردونه، په ځینو مواردو کې د ذایقې او شامې حس له لاسه ورکول او اسهالات.
– د دردونو کمولو لپاره دوه الی څلور پراستامول ګولۍ کفایت کوي- مایعات ډېر وڅښئ. که ممکنه وي، په چایو کې زنجبیل (ادرک)، شات او لیمو واچوئ او ویې څښئ
– ټوخی له کیناستو او درېدو سره زیاتېدای شي، او غځیدلو سره کمېږي.
– د نفس تنګي په صورت کې په څوکۍ کېنئ او لاسونه په زنګنو کېږدئ.
– د حکیم الکوزي له څاڅکو ځان وساتئ.
– د څه وخت لپاره غونډې، فاتحې، پروګرامونه، لمانځغونډې او ورته تجمعات قطعا په ځان حرام کړئ.
– فزیکي واټن مراعات کړئ، حفظ الصحه مراعاته کړئ، لاسونه ډېر وینځئ، د ټوخي وخت کې خلې ته څنګل نیسئ، په مخ لاس مه وهئ، له کوره مه وځئ او ځانونه قرنطین کړئ.
#کورونا جدي ونیسئ کنه جدي مو نیسي!


Share



Follow this website


You need to create an Owlstown account to follow this website.


Sign up

Already an Owlstown member?

Log in