د څېړنېزو مقالو استرداد یا Retraction


January 09, 2026

څېړونکي خپلو کې د (publish or perish) متل لرو. یعنې یا خو څېړنې نشر کړئ، یا به له ډګره وځئ. په معروفو او اعتباري علمي ژورنالونو کې د ارزول شوو (peer-reviewed) مقالو نشرول د یوه څېړونکي د مسلک د ژوندي پاتې کېدا لپاره بنسټیز دي. کوم څېړونکي چې مقالې نه نشروي، مسلکي ژوند یې له خطر سره مخ دی.
خو دغه د ارزونې سیستم له نیمګړتیاوو خالي نه دی. ان ځینې وختونه جدي ستونزې د ارزونې تر بهیر وروسته، یعنې د مقالې تر نشرېدا وروسته، راڅرګندېږي. مثلا، جعلي یا بدل شوي معلومات، جعلي یا تغیر شوي انځورونه، نقل او ادبي غلا، ګمراه کوونکې احصایوي پایلې، د ګټو ټکر، او یا هم د لیکوالۍ غیر علمي کړنلارې.
کله چې دغه وړ مسائل د مقالې تر نشر وروسته څرګند شي، علمي ژورنالونه معمولا مقالې بېرته ګرځوی. دې ته مونږ د مقالې استرداد یا retraction وایو.
زما په اند، استرداد تر نه نشرولو د یوه څېړونکي اعتبار ته ډېر زیان لري. که نه نشرول صفر حساب کړو، د مقالې استرداد مونږ په اصطلاح قرضداره یا منفي حالت ته بیايي. د دې ریکارډ دایمي پاته کېږي او د څېړونکي اعتبار او مسلکي نوم ته جدي زیان رسوي.
تازه مې د یوې داسې مقالې قضیه ولیده چې په لومړي سر کې د دوو لیکوالانو له خوا یوه ژورنال ته سپارل شوې وه، خو د ارزونې تر بشپړېدا وروسته، یعنې کله چې د نشرېدا ډاډ حاصل شوی وو، ۱۱ نور لیکوالان هم اضافه شوي وو. دې بدلون ته ژورنال د مقالې تر نشر وروسته متوجه شو. او دا کار چون د ژورنال له تګلارو، او په ټوله کې د علمي څېړنې د خپرېدا له اصولو سره په ټکر کې و. نتیجتا دغه مقاله مسترده شوې.
د استرداد یادښت کې په لیکوالانو کوم تور نه دی لګول شوی، خو دغه کیسه یوې معروفې ستونزې ته اشاره کوي. ځینې وختونه لیکوالي ډالۍ کېږي، تبادله کېږي، حتې پلورل کېږي. ان تر دې چې د پېر او پلور ګروپونه هم موجود دي چې وخت په وخت یې سکرین شاټونه ټولنیزو رسنیو ته راوځي.
عمومي پیغام: یواځې د علمي مقالو نشرول بسنه نه کوي. د دې تر څنګ د څېړنو اخلاق، روڼتیا، او د لیکوالۍ سم اصول همدومره اړین دي لکه د ارزول شوې مقالې نشرېدل.

مقاله دې اړیکه کې کتلی شئ:
https://www.sciencedirect.com/science/article/pii/S0981942824003279

Share
Tools
Translate to