ولې مو یو څه هېرېږي؟


July 02, 2015

ځینې خلک کوښښ کوي چې باید هر لوستی مطلب، کړی کار یا لیدلی حالت/کس یې باید په یاد پاتې شي او که کله دې تشې سره مخ کېږي نو تشویش ورته پیدا شي او فکر کوی چې ګوندې حافظه یې خرابه شوې. آیا واقعیت همدا دی که بل څه؟ او د حافظې د ښه کېدا لپاره باید څه وکړو؟ په دې لیکنه کې دواړو پوښتنو ته لنډ ځواب ورکړل شوی.
انساني حافظه لوړ ظرفیت لري. له هېرولو سره سره ډېر څه په یاد هم لرو، خو معمولا زمونږ هېرې ته پام کېږي او څه مو چې یاد دي هغې ته توجه نه کوو. یوه نظریه دا ده چې د دماغو د حفظ پروسه له درې برخو جوړه ده:
آخذه: لکه حسي غړي، چې معلومات ورته راځي. دا اوس تاسو د سترګو په واسطه دا لیکنه لولئ، په عین حال کې مو غوږونه مصروف دي او له شاوخوا ورته مختلف آوازونه راځي، خو تاسو یواځې هغه اورئ چې توجه ورته وکړئ. کومو آوازونو ته چې توجه ونه‌شي، هغه لنډې حافظې ته نه ننوځي. 
لنډه حافظه (کارېدونکې حافظه): حسي غړي چې کومو معلوماتو ته توجه وکړي، هغې لنډې حافظې ته داخلېږي. لنډه حافظه کې معلومات ډېره لږه موده پاتې کېږي او دایمي حافظې ته تلونکي معلومات باید د (Encoding) مرحله طی کړي، که نه له منځه ځي. مثلا تاسو ته یو کس معرفي کېږي، نوم یې ستاسو غوږ ته راځي، له توجه وروسته مو لنډې حافظې ته ننوځي او د نوم زده کول، انکوډینګ دی. کله چې دا کس بیا ووینئ، نوم یې تاسو ته رایادېږي چې د (Retrieval) عملیه بلل کېږي او د دې په واسطه معلومات بیرته کارېدونکي حافظې ته راځي.
دایمي حافظه: لوړ ظرفیت لري او تر ډېره معلومات ځان کې ساتلای شي. دا معلومات معمولا محسوس نه وي او د ضرورت په وخت کې، لکه چې مخکې اشاره وشوه د ریټرایول مرحله طی کوي او کارېدونکې حافظې ته راځي.
د انساني حافظې کارېدونکې برخه د کمپیوټر رېم او دایمي برخه له هارډ ډیسک سره مقایسه کولای شو.

لنډه حافظه لږ ظرفیت لري او باید یواځې اړین معلومات په کې ځای په ځای شي. که لنډه حافظه د زیاتو او غیر ضروري معلوماتو یاد ساتلو لپاره وکاروو، دا خپله د انکوډینګ پروسه سستوي او نوي شیان په آسانه نه شو زده کولای. مثلا: که مونږ د ورځې پلان، د کور د سودا لست او ورته مسایل ذهن کې ساتو او هڅه مو هم دا وي چې هېر مو نه شي، چې د یو ډول غیر حسي تشویش سبب کېږي، تر دې تاثیر لاندې نوي معلومات نه شو زده کولای. د دې حل دا دی چې باید د معمول یا هرې ورځې کارونه ذهن کې د ساتلو پر ځای ولیکل شي چې دې سره د لنډې حافظې ظرفیت لوړ ځي، د هېرېدا تشویش رفع کېږي او د نویو معلومات انکوډینګ په ښه ډول سر ته رسېږي.
د دایمي حافظې ځیني معلومات هم وخت سره له منځه ځي. انسانانو ته معمولا د څلور کلنۍ عمر نه مخکیني وقایع نه وریادېږي او که ډېر لږ څه یې په یاد هم وي، لکه د خوب په شکل به وي. په دې اړه د پوښتنې ځواب کې ډاکټر ایوالد نیومن وايي: حتی له څلور کلنۍ وروسته هم، یواځې هغه معلومات زمونږ په یاد پاتې کېږي چې عاطفي تړاو ورسره لرو. مثلا: هره ورځ موټر چلوو، خو که کومه ورځ باران کې موټر وښويېږي، یا حادثه وکړو نو دا مو د ژوند تر پایه نه هېرېږي، او بیا ټول ژوند کې په باراني ورځ احتیاط کوو او دا حالت مو یادېږي (Retrieval). حال دا چې د هرې ورځې موټر چلولو ټولې پېښې او د سړک حالات کله هم په یاد نه شو ساتلای. که داسې حالت مو د حافظې په تړاو اندېښمن کوي، نو مه وارخطا کېږئ، دا یو طبیعي سیر دی.
دا تمه دې هم نه کوو چې هر لوستي کتاب یا لیکنه مو په یاد وی، بلکې د لوستلو په وجه چې زمونږ عمل، د فکر کولو طرز او وینا کې فرق راځي، همدا خپله د لوستلو اثر دی چې زمونږ په دایمي حافظه خاپ پرېږدي. دا د فلم، ژوندیو صحنو او ورځنیو تجربو په اړه هم صدق کوي.
د هر انسان حافظه له بل سره توپير لري او دې کې کارېدونکی فکتور د انسان فکري، کورنیز او ټولنیز ماحولونه دي. فکري ماحول دې له کورنیز ماحول سره مغالطه نه شي. د یوې کورنۍ دوه کسان، چې کورنیز او ټولنیز ماحول یې مشترک دی، شاید فکري ماحول یې بیل وي، مثلا یو به له کتاب لوستلو سره علاقه لري، بل به اجتماعي خوی لري (په دې معنی نه چې اجتماعي خوی لرونکي کتابونه نه مطالعه کوي—دلته صرف د مثال لپاره دا دوه خاصیتونه نظر کې نیسو). دوی دواړو کې لومړی کس شاید د کتابونو مؤلفین، نومونه، عنوانونه او حتی پاڼې په یاد وساتلای شي، خو د خلکو نومونه او څېرې یې هېرېږي. دویم کس د خپل خوی په وجه، د خلکو څېرې او نومونه په یاد ساتلای شي. نو دا هم د تشویش خبره نه ده، ځکه هر انسان ته الله تعالی بېل خاصیتونه ورکړي او ضروري نه ده چې ټول دې یو ډول وي.
د حافظې د کمزورتیا یا خرابۍ طبي ډولونه هم شته، چې د دې بحث موضوع نه ده، خو پورته یاد شوي حالات طبعي دي او که داسې حالاتو سره مخ کېږو نو د وېرې خبره نه ده.
چې خبره رالنډه کړم، د هېرونې پورته یاد شوي ډولونه یوه انساني طبعي ځانګړنه ده، له هېرې سره سره زیات معلومات مو یاد هم دي. ورځنی لسټ جوړول او تشویش نه کول، د حافظي بې ځایه ډکېدو مخنیوی کوي او د ژوند ټول حالات په یاد ساتل ممکن او اړین نه دي. په حافظه باندې له کورنیز او ټولنیز ماحول سره سره، شخصي خوی هم تاثیر لري.
اخځونه:

Dr Ewald Neumann, Cognitive Neuroscientist. Senior Psychology lecturer at University of Canterbury
Gray, P.  (2011). Psychology 6th Ed. Worth Publishers. NY. pp. 309-313
ډیاګرام هم له ذکر شوي کتاب نه اقتباس شوی

Share



Follow this website


You need to create an Owlstown account to follow this website.


Sign up

Already an Owlstown member?

Log in